
یکنانیوز راپور راکړ،په انډونیشیا کې د ایران د کلتوري چارو استازولۍ د عامه اړیکو د راپور له مخې، دا پروګرام چې هره یکشنبه په انډونیشیا کې ترسره کېږي او لسګونه زره کسان پکې ګډون کوي، د ټولنیزو مهمو فعالیتونو له ډلې شمېرل کېږي.
په دغې ولسي غونډې کې، چې خلک د پلي تګ، فرهنګي فعالیتونو او ټولنیزو اړیکو لپاره په اصلي سړکونو کې غونډيږي، یو شمېر ایرانیان او د ایران د کلتور مینهوال د ایران بیرغونه په لاس کې او د دغې ملي نښې په جامو سمبال څرګند شول، چې د ګډونوالو پام ئې ځان ته واړاوه.
په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې یو مشهور انډونیشیائي سندرغاړي هم له ایران څخه ملاتړ څرګندوي؛ هغه ایران «د کلتور او پوهانو ټاټوبی» وباله، چې د خلکو له تود هرکلي او چکچکو سره مخ شو.
د خلکو لیوالتیا دومره زیاته وه چې ټول اووه زره د اوبو بوتلونه، چې د «میناب ماشومانو» په یاد ځانګړي شوي وو، او همدارنګه وېشل شوي بیرغونه په چټکۍ سره پای ته ورسېدل. دا اقدام د انډ،نیشیا د خلکو له خوا د ژور احساس او همدردۍ سبب شو.
دا پروګرام، چې د انډ،نیشیا د خلکو د ایران او د هغه د کلتور سره مینه څرګندوي، ټاکل شوې چې په راتلونکې اوونۍ کې په لا پراخ ډول ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4350228/